ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه موسسه ننګرهار له شپږ زره زده کوونکو سره د زده کړو او امکاناتو برخو کې مرسته کوي

يوه موسسه ننګرهار له شپږ زره زده کوونکو سره د زده کړو او امکاناتو برخو کې مرسته کوي

author avatar
15 Mar 2021 - 15:31
يوه موسسه ننګرهار له شپږ زره زده کوونکو سره د زده کړو او امکاناتو برخو کې مرسته کوي
author avatar
15 Mar 2021 - 15:31

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۹۹): (له افغانانو سره د مرستې لاس) HHRD په نوم نړيوالې موسسې ننګرهار کې له درې رياستونو سره هوکړه ليکونه لاسليک کړي چې له مخې به يې له ۶۱۲۰ بې وزله زده کوونکو سره د زده کړو او امکاناتو په برخو کې مرسته کوي.

مسوولين وايي، په دې مرستو کې به د قرطاسيې او کفالت تر څنګ زده کوونکو ته د انګليسي ژبې، کمپيوټر او حرفوي زده کړو وړيا اسانتياوې برابرې شي.

د ننګرهار ولايت رسنيو په دفتر کې د کب په ۲۵مه د HHRD مؤسسې، پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو رياستونو ترمنځ د حرفوي زده کړو ورکړې، قرطاسيې مرستې ترسره کولو او  د بې سرپرسته او يتيمو ماشومانو د کفالت هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي له HHRD څخه مننه وکړه چې د هوکړې له مخې به ورته ۲۱۰ ځوانانو ته د بکري جوړونې، انګليسي، کمپيوټر، اکونټينګ او يو شمېر نورو برخو کې د کسب او کار زمينه برابره کړي.

د ښځو چارو رييسې فتانه عزيز وويل، د HHRD او ښځو چارو رياست د هوکړې له مخې ياده اداره به ۶۰ تنو مېرمنو ته د خياطۍ،سلمه دوزۍ او نورو برخو کې د رزونې او کار موندنې زمينه برابره کړي چې ورسره به د مېرمنو اقتصادي ژوند کې هم مثبت تغيير راشي.

د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل، له يادې ادارې سره يې هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې به يې په کوټ، مومندرې، هسکه مېنې او کامې ولسواليو کې له ۱۶ سوه زده کوونکو سره د قرطاسيې،۱۶ سوو سره د لوبو وسايلواو دوه زره زده کوونکو سره د قرطاسيې مرسته او جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د ۳۵۰ بې سرپرسته او يتيمو ماشومانو کفالت ترسره کولو برخه کې همکاري وکړي.

د HHRD . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.