ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امنيه قوماندان: د نوروز مراسمو ته مو کلک امنيتي تدابير نيولي

د بلخ امنيه قوماندان: د نوروز مراسمو ته مو کلک امنيتي تدابير نيولي

author avatar
16 Mar 2021 - 10:56
د بلخ امنيه قوماندان: د نوروز مراسمو ته مو کلک امنيتي تدابير نيولي
author avatar
16 Mar 2021 - 10:56

مزارشريف (پژواک، ۲۶ کب ۹۹): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې يې د نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

امنيه قوماندان پاسوال سيد معراج الدين سادات پژواک اژانس ته وويل چې شاوخوا درې زره امنيتي سرتېري به په مزارشريف کې د نوروز مراسمو امنيتي چارې پر غاړه ولري.

هغه زياته کړه چې د يادو مراسمو امنيتي پلان يې په درېیو پړاوونو کې چمتو کړی چې په تطبيق سره به يې د امنيتي خونديتوب له اړخه بشپړ ډاډ رامنځته شي.

نوموړي وويل: ((د نوروز مراسمو امنيتي خونديتوب په لومړي پړاو کې مو ټول هغه موارد تر څار لاندې ونيول او ومو څېړل چې شک پرې کېده، دويم پړاو تدابير نن پيلېږي چې چيک پاينټونه، د شکمنو ځايونو تالاشي او همدا راز د استخباراتي معلوماتو راټولول پکې شامل دي او د نوروز د امنيت درېيم پړاو به د نوي کال په لومړي ورځ په ښه ډول د مراسمو امنيت ټينګول وي.))

د بلخ امنيه قوماندان وايي، تر دې مهاله يې په مزارشريف کې داسې کومه قضيه نه ده موندلې چې له امله دې يې د نوروز مراسمو امنيت ته خطر پېښ شي.

هغه د مزارشريف له خلکو هم وغوښتل چې د نوروز ملي جشن امنيتي خونديتوب لپاره دې امنيتي ارګانونو سره لا ډېره همکاري وکړي.

په ورته مهال د نوروز جشن د نمانځنې فرهنګي کمېټه هم وايي چې د دغو مراسمو لپاره يې بشپړ تياری نيولی دی.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس او د نوروز جشن د فرهنګي کمېتې مسوول مطيع الرحمن کريمي پژواک ته وويل، هيله لري د سږ کال نوروز مراسمو کې به لسګونه زره کسان ګډون وکړي.

هغه زياته کړه چې په دې برخه کې يې اړين ګامونه پورته کړي دي.

کريمي وويل: ((د نوي کال په لومړي په ورځ د نوروز جنډې پورته کولو تر څنګ بېلابېل هنري، تفريحي او سياحتي پروګرامونو پلان جوړ شوی او تمه لرو چې د نوروز جشن تر څلوېښتمې ورځې پورې به پرلپسې برنامې ولرو.))

هغه زياته کړه چې مرکزي حکومت او اطلاعاتو او کلتور وزارت لارښوونه ورته کړې څو نوروز مراسم په شانداره توګه ونمانځي.

د حکومتي چمتووالي ترڅنګ په مزارشريف کې د نوروز مراسمو لپاره په ولسي کچه هم تياری نيول شوی دی.

د مزارشريف فرهنګي او ټولنيز فعال مهدي نيازي پژواک ته وويل چې له دود سره سم د بلخ ټول خلک د نوروز په مراسمو کې ونډه اخلي.

هغه زياته کړه: ((د نوروز او ګلسرخ مېلې په مناسبت د مزارشريف په هر کور کې هفت سين، هفت مېوه، سمنک چمتو کېږي او په دوديز ډول د نوي کال په لومړي ورځ نمانځي.))

د نيازي په وينا، ده او نورو فرهنګي ملګرو يې پلان جوړ کړی چې د نوروز په مناسبت مزارشريف کې يو لوی هنري نندارتون جوړ کړي.

هغه وايي چې د نندارتون له جوړولو يې موخه دا ده څو جشن ته له نورو ولايتونو راغلي مېلمانه يې په ليدو د مزارشريف د خلکو له کلتور او دودونو په تړاو معلومات پيدا کړي.

بلخ کې نوروز لپاره د حکومتي او ولسي چمتووالي ترڅنګ بيا په مزارشريف ښار کې د خلکو او له نورو ځايونو د راغلو مېلمنو ګڼه ګوڼه د تېرو کلونو په پرتله کمه ده.

مزارښاريان يې لامل کرونا ويروس او د هېواد ناسم امنيتي وضعيت بولي.

د مزارشريف اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وويل چې هر کال به د جنډې پورته کولو له مراسمو يوه اونۍ وړاندې په ښار کې د ګڼې ګوڼې له لاسه ګرځېدل نه کېدل.

خو نوموړی وايي چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ۴۰ سلنه خلک او د نورو ځايونو مېلمانه هم په ښار کې نه ترسترګو کېږي.

د هغه په وينا، کرونا ويروس، د لويو لارو امنيتي ستونزوې او په ټوله کې د هيواد ناسم امنيتي وضعيت يې لوی لاملونه دي.

۳۵ کلن محمد يوسف له جنګ ځپلي کندز ولايت څخه د نوروز مراسمو لپاره مزارشريف ته راغلی دی.

هغه د حضرت علي روضې څنګ کې، چېرته چې د نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسم ترسره کېږي، پژواک ته وويل تمه لري چې نوی کال به هيواد کې د سولې او ټيکاو کال وي.

نوموړي زياته کړه چې نور له روان جګړه ييز وضعيت څخه ستړی دی او د خپل پام اړولو او تفرېح په موخه مزارښار ته راغلی دی.

يوسف وايي: ((زمو ټول عمر په جګړو کې تېر شو، ځيني فرصتونه چې موږ ته خوښي راکوی شي بايد له لاسه يې ورنکړو، نوروز هم همداسې يو فرصت دی چې بايد غمونه پکې هېر کړو او خوښ و اوسو.))

هغه هيله وکړه چې په نوي کال کې به د سولې روانه پروسه مثبته پايله ورکړي او جګړه به ورسره پای ته ورسېږي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم پژواک ته وويل چې مزار کې د نوروز مراسمو لپاره د تېرو کلونو په څېر چمتووالی نيول شوی دی.

خو هغه وويل چې تر اوسه د جشن د نمانځنې په موخه ځانګړې بوديجه مرکزي حکومت دوی ته نه ده لېږلې او هيله يې وکړه چې ژر به ورته ولېږل شي.

نوروز جشن هر کال مزارشريف کې د د وري يا حمل مياشتې په لومړۍ نېټه د جنډې په پورته کولو پيل کېږي، چې څلوېښت ورځې دوام کوي.

دغه جشن په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د کرونا ويروس له امله لغوه شوی وو.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.