منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۳ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به دافغان سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۵ کتنې
Press conference by NATO Secretary General Jens Stoltenberg on the release of his Annual Report 2020
Press conference by NATO Secretary General Jens Stoltenberg on the release of his Annual Report 2020

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) :  د ناټو سرمنشي وايي چې دوى اوس هم د افغان سولې پروسې په اړه سلا مشورو ته ادامه ورکوي او د بهرنيو چارو وزيران به هم  په دې هکله خبرې وکړي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن د کب په ٢٦مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ددغه سازمان په مقر کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال په يوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه په دې کنفرانس کې د ناټو د لاسته راوړنو، ننګونو او خپلو ماموريتونو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

سټولټنبرګ  د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل  چې دوى د افغان شخړې د سوله ييز هواري لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د نوموړي په وينا، په همدې موخه يې تېر کال د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د تړون هرکلى وکړ او د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د نويو هڅو هم ملاتړ کوي.

ده په  افغان سوله کې د ټولو دخېلو هېوادونو  ګډون ګټور وباله.

د ناټو سرمنشي  وويل، دا چې د مۍ مياشتې ضرب الاجل رانږدې کېږي، ناټو هم په دې اړه خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکوي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون له مخې، بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه  د مۍ تر مياشتې پورې ووځي.

سټولټنبرګ وايي چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې دوه ورځنۍ غونډه کې به د دغو  موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.

خو د ناټو سرمنشي وويل  چې دوى به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکوي.