کابل (پژواک، ٢٦ کب ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له فساد سره د مبارزې او اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره يې د اطلاعاتي بانک په نوم يوه انلاين پاڼه جوړه کړې ده.
دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت وزير عباس بصير د کب په ٢٦مه په هغې غونډه کې وکړې چې د خبريالانو ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.
نوموړي وويل، ياده هڅه يې د اطلاع رسونې يوه نوى ډول او فرهنګ دى.
هغه زياته کړه دغه پاڼه نه يوازې د خبريالانو، بلکې د عامو خلکو لپاره هم ده، څو د وزارت اړوند معلومات ترلاسه کړي.
عباس بصير وويل چې د اطلاع رسونې دا پاڼه يې له فساد سره د مبارزې او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي په موخه جوړه کړې ده.
د لوړو زده کړو وزير اوسنۍ رسنۍ د بيان ازادۍ د بېلګې په توګه يادې کړې او ويې ويل چې د بيان ازادي دې يوازې په نوم نه، بلکې عملي دې هم ورسره وي.
هغه پر نورو وزارتونو او دولتي ادارو هم غږ وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسري لپاره دې خبريالانو او خلکو ته ورته اسانتياوې برابرې کړي.
دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشر عين الدين بهادري چې په دغو مراسمو کې يې ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزارت له خوا د انلاين پاڼې جوړول ګټور ياد کړل.
هغه زياته کړه، د بشري حقونو يوه ستره برخه د بيان ازادي ده چې بايد وساتل شي.
د ده په وينا، نړۍ اوس ډيجيټلي شوې او بايد له نړۍ سره په سيالۍ مخې ته ولاړ شو.
بهادري وويل، د اطلاعاتو لپاره انلاين سیستم تاثير لرونکی دی؛ ځکه چې هر سړی کولی شي لاسرسی ورته ولري.
دغه راز د ملي ژورنالېستانو ټولنې اجرائیوي مشر فهيم دشتي وويل چې د ياد وزارت له خوا جوړه شوې انلاین پاڼه د خبريالانو او نورو خلکو لپاره ښه اقدام دی خو په دې برخه کې يې پر نور کار ټينګار وکړ.
د دغو مراسمو په پاى کې د پژواک خبريال عصمت خاورين په ګډون يو شمېر خبريالانو ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا تقديرنامې هم ورکړل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن