کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۹) : دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن د متحده عربي اماراتو په ابوظهبې ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د توپوهونکو د ښې لوبې امله ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري رحمن الله ګربز په زړه پورې لوبه وکړه او د اوو شپږیزو پر مټ یې ۸۷ منډې جوړې کړې، لوبډلمشر اصغر افغان ۵۵ او کریم جنت ۲۶ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په شلو اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۵۰ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۸ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري راشد خان درې، فرید ملک او کریم جنت دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
رحمن الله ګربز ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ددواړو هیوادونو ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کیږي.