کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٩): د ملي روغې جوړې عالي شورا د رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د کابل پلاوى مسکو ته روان شو.
ډاکتر عبدالله د کب په ٢٧مه مسکو ته له روانېدو مخکې په ټويټر کې ليکلي چې له ده سره په دغه سفر کې يو شمېر افغان سياستوال ملتيا کوي.
هغه زياته کړې چې دوى د روسيې په کوربه توب د افغان سولې په تړاو د درېيو لويو هېوادونو په ناسته کې ګډون کوي.
دا ناسته د روسيې، امريکا او چين په ګډو هڅو جوړېږي، د پاکستان او قطر ځانګړي استازي هم په کې برخه اخلي.
ډاکتر عبدالله ويلي چې په دې ناسته کې به د طالبانو له پلاوي او کوربه هېواد سره نظرونو تبادله کړي.
د نوموړي په وينا، په دې ناسته کې به پر دې خبرې وشي چې څه ډول د قطر بين الافغاني مذاکراتو ته سرعت ورکړل شي، تاوتريخوالى کم او د افغانستان شخړه پاى ته ورسېږي.
د ملي روغې جوړې شورا مشر ويلي چې په دې ناسته کې به پر دې هم خبرې وشي چې افغانستان يو خپلواک، سوله ييز او پر خپلو پښو ولاړ، له ترهګرۍ، نشه يي توکو او جرمونو څخه پاک هېواد وي.
هغه زیاتوي: ((موږ په خپل هېواد کې د سولې لپاره د ګاونډيانو او روسيې مهم رول تاييدوو.))
ډاکتر عبدالله له روسيې او نورو هېوادونو مننه کړې چې په دغه مهم پړاو کې يې د افغانستان سولې لپاره ناسته ترتيب کړې ده او هيله يې څرګنده کړې چې د مسکو ناسته به د دوحې مذاکراتو او ترکيې کنفرانس لپاره هم ګټوره ثابته شي.
ټاکل شوې د مسکو ناسته سبا جوړه شي، په دې ناسته کې د طالبانو لس کسيز پلاوى هم ګډون کوي.
په کابل کې ځينې سرچينې وايي چې د مسکو په ناسته کې به د افغانستان راتلونکي سياسي جوړښت په اړه بحثونه پيل کړي او په ترکيه کې به دا نهايي شي.
خو تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP