ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د سیمه ييزو پولیسو قوماندان او يو قومي مشر ووژل شول

author avatar
18 Mar 2021 - 15:00
author avatar
18 Mar 2021 - 15:00

کندهار (پژواک، ۲۸ کب ۹۹): په کندهار ښار کې د پنجوايي ولسوالۍ د سمیه ییزو پولیسو یو قوماندان او د ولسوالۍ شورا یو غړی د وسله والو په هدفي برید کې ووژل شول.

پېښه نن غرمه د یوې بجې په شاوخوا کې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د خوجک بابا په سیمه کې شوې ده.

د دې ولايت يوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنجوايي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان عبدالواسع او د ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا غړی محمد عظیم په خپل موټر کې روان وو چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې ورباندې برید وشو.

سرچینه وايي، په دغه هدفي برید کې دواړه وژل شوي او بریدګر تښتېدلي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار ښار کې هدفي بریدونه ډېر شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کره سرچینو د معلوماتو له مخې، په کندهار ښار کې هره ورځ له ۳ تر ۵ هدفي بریدونه کېږي چې په کې ملکي او نظامي چارواکي، سرتېري او مخور په نښه کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.