Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزار شريف کې د احصايې رياست د وروستۍ پرېکړې ملاتړ وشو

مزارشريف ( پژواک، ۲۸کب ۹۹) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د قومي لږکيو استازو په برېښنايي تذکرو کې د قومونو د ليکلو په تړاو د احصايې ملي ادارې له وروستۍ پرېکړې ملاتړ وکړ.

دوی چې د کب په ۲۸مه، مزارښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې ويل چې د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې د قوم نوم يې په تذکره کې وليکل شي.

ديني عالم مولوي نورالحق پژواک اژانس ته وويل چې په تذکرو کې د هر قوم نوم ليکل د الهي خلقت د درناوي په مانا دی.

هغه زياته کړه، په ولسواکه ټولنو کې بايد د هېواد هر وګړی په نظام کې خپل ځان وګوري او همدا راز خپل امتيازات ولري.

دده په وينا، په تذکرو کې د قومونو ليکل د بې اتفاقۍ نه بلکې د ملي يووالي ټينګښت لامل ګرځي.

نوموړي وويل: (( خدای پاک انسانان ډلې ډلې پيدا او بيا يې د دې لپاره چې يو بل و پېژني په قبيلو او قومونو وېشلي، نو د الهي خلقت له مخې هر قوم حق لري چې په خپل قوم ياد شي او د قوم درناوی يې وشي)).

هغه د احصايې ملي ادارې او د افغانستان د حکومت له رهبري څخه مننه وکړه، چې د هېواد د قومي لږکيو غږ يې واورېد او په تذکرو کې يې د دوی د قوم ليکل تاييد کړل.

د مدني او ټولنيزو چارو فعال محمد حمزه پژواک ته وويل چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر قوم حق لري چې له خپلو ځانګړو امتيازاتو څخه برخمن شي.

هغه وويل چې په دې تړاو قانون پوره وضاحت لري او په تذکرو کې د قومونو نوم ليکنه يوه قانوني او مشروع پروسه ده.

نوموړي زياته کړه: (( په اساسي قانون کې د ۱۴ قومونو نومونه ليکل شوي او د خبرې د لنډېدو په خاطر (و غيره) لفط هم ورسره ذکر شوی، مانا دا چې په اساسي قانون کې له يادو شويو قومونو پرته، په هېواد کې لسګونه نور قومونه هم شته دي)).

نوموړي له يو شمېر سياستوالو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې د برېښنايي تذکرو ملي پروسې پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

په مزارشريف کې د خليلي قوم يوه مشر عبدالله خليلي پژواک ته وويل چې دغه غونډه يې د احصايې ملي ادارې د وروستۍ پرېکړې په ملاتړ رابللې ده.

هغه وويل، په تذکره کې د قوم د ليکلو مخالفت هغه کسان کوي چې ځانونه يې په کاذب ډول په ټولنه کې قومي رهبران معرفي کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې هېڅ افغان له بل افغان څخه کم يا زيات نه دی.

دغه قومي مشر وويل: (( په لومړي ځل ما داسې تذکره تر لاسه کړه، چې زما خپل قوم (خليلي) يې راته په کې ليکلی دی او دا کار زما په خوښه شوی، اوس زه دا حس کوم چې په دې جغرافيه کې شريک يم او دا وطن مې کور دی)).

هغه زياتوي چې وړاندې تر دې ډېری لږکي قومونه په نورو اقوامو کې مدغم شوي وو او له هر ډول امتياز څخه بې برخې پاتې شوي وو.

څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي احصايې ادارې په برېښنايي تذکرو کې د ليکلو په موخه د لسګونو هغو قومونو لېست خپور کړ، چې په افغانستان کې ژوند کوي.

خو يو شمېر سياسي او تنظيمي ډلو له ياد لېست سره مخالفت وښود او هغه يې د يو شمېر قومونو د ټوټه کېدو په مانا وباله.

په داسې حال کې چې د احصايې ملي ادارې وويل، دغه لېست يې د هېواد د بېلابېلو سيمو د قومونو د مشرانو او استازو په غوښتنه ترتيب کړی او د اجرا وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.