ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سولې په تړاو د مسکو غونډه نن ترسره کېږي

د افغانستان سولې په تړاو د مسکو غونډه نن ترسره کېږي

author avatar
18 Mar 2021 - 09:57
د افغانستان سولې په تړاو د مسکو غونډه نن ترسره کېږي
author avatar
18 Mar 2021 - 09:57

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٩): د افغانستان سولې په تړاو د روسيې له خوا د مسکو ناسته نن ترسره کېږي.

په دې ناسته کې د ګډون په موخه د ملي روغې جوړې عالي شورا د رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ له کابله ١٢ کسيز پلاوى پرون مسکو ته رسېدلى دى. په یاد پلاوي کې څلور نور کسان د همکارانو په توګه تللي دي.

دغه راز د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم ويلي چې د ملا برادر په مشرۍ د دوى لس کسيز پلاوى هم پرون مسکو ته رسېدلى دى.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا ناسته د امريکا، روس او چين په ګډې همغږۍ جوړېږي، خو د پاکستان او قطر ځانګړي استازي هم ګډون په کې کوي.

په کابل کې دولتي سرچينې وايي چې نن سهار لومړۍ د چين، امريکا او روسيې ترمنځ لومړۍ ګډه ناسته ترسره کېږي.

سرچينې وايي چې د دې ګډې ناستې چې شاوخوا دوه ساعته به دوام کوي، په پاى کې يوه اعلاميه خپرېږي چې په کې به د طالبانو امارت له بيا راتلو سره مخالفت وشي او د اوربند او لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار کېږي.

يادې سرچينې وويل چې د غرمې يوولس بجې به د قطر او پاکستان استازي د يادو هېوادونو په ناسته کې برخه اخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له غرمې وروسته به د افغان دولت او طالبانو پلاوي له دې ناستې سره يو ځاى کېږي او مازديګر ناوخته به پاى ته رسېږي.

په کابل کې ډيپلوماتيکي سرچينې وايي چې په دې ناسته کې به د افغانستان راتلونکي نظام پر جوړښت خبرې وشي.

خو حکومتي سرچينې وايي چې دوى د مسکو له ناستې ډېرې غټې هيلې نه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.