کابل (پژواک، ۲۹ حوت ۹۹): حیات الله حیات، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او ستر جنرال محمد ایوب سالنګي د همدې وزارت د لومړی مرستیال په توګه پر دندو ګومارل شوي دي.
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وایي چې حیات الله حیات، د ولسمشر محمد اشرف غني د حكم له مخې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو.
سرچینه زیاتوي چې د كورنيو چارو وزارت د وړاندیز او د ولسمشر د حکم له مخې، ستر جنرال محمد ایوب سالنګي د همدې وزارت د لومړی مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګومارنې د امنیتي سکتور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د ښه والي، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیا کېدنې د اجنډا د ښه تطبیق په موخه شوي دي.
د ملي امنیت شورا زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت نوې رهبري به په لومړي قدم کې د امنیت د سمون، د قانون د تطبیق او له جرایمو سره د ښې مبارزې لپاره پرېکنده اقدامات کوي.
حیات الله حیات تر اوسه د میدان وردګو، کندهار، ننګرهار ولایتونو د والیانو په توګه دندې تر سره کړي دي.
سالنګي مخکې، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او مرستیال په توګه کار کړی.
تر اوسه مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزیر و.
اندرابي د ۱۳۹۷ کال په سلواغه میاشت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو او د روان کال په تلې میاشت کې یې د دغه وزارت د وزیر په توګه له ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP