Language

افغانستان زمبابوې ته په درېیمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۹۹) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درییمه شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې ته په ماتې ورکولو د درېو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.

دا لوبه چې نن د کب په ۳مه، د متحده عربي اماراتو په ابو ظهبۍ ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې  د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري نجیب ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او د پنځو شپږیزو پر مټ یې ۷۲ منډې جوړې کړې، دغه راز عثمان غني ۳۹، اصغر افغان ۲۴، کریم جنت ۲۰ او رحمن الله ګربز ۱۸ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبډلې یو ځل بیا د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو یې ۱۳۶ منډې کړې دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۷ منډو په توپیر سره وګټله.

ټوله لوبډله یې په اتلسم اوور کې په ۱۴۸ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۵ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري کریم جنت ۲، نوین الحق، محمد نبي او فضل فاروقي یو یو لوبغاړی وسوځول.

نجیب ځدراڼ ددې لوبې او کریم جنت ددې شل اووریزو سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شو.

افغانستان په لومړۍ او دویمه شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

Related Topics