ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د خبريالانو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره شوې

کابل کې د خبريالانو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره شوې

author avatar
20 Mar 2021 - 13:19
کابل کې د خبريالانو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره شوې
author avatar
20 Mar 2021 - 13:19

کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٩): د خبريالانو ملي ورځې په وياړ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د خبريالانو ترمنځ کرکټ سيالۍ ترسره شوې.

د کابل مېشتو خبريالانو دوو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دوولس اووريزه لوبه پرون د کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې سياليو کې د يو شمېر ټلوېزيونونو، راډيوګانو او اژانسونو خبريالانو او کارکوونکو برخه اخيستې وه، دواړو لوبډلو د يوې يوې لوبې په ګټلو بريالي شول.

د دې لوبو په پاى کې د يو لړ مراسمو پر مهال  دواړو ګټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل چې د ادارې مشرتابه د خبريالانو ملي ورځې په وياړ د دې لوبو ترسره کولو سپارښتنه کړې وه.

هغه زياته کړه چې کرکټ بورډ تل له رسنيو سره همکار پاتې شوى او په راتلونکي کې هم له رسنيو سره د معلوماتو شريکولو او نورو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

د خبريالانو يوې لوبډلې روزونکي او د پژواک اژانس ايډېټر جاوېد هميم کاکړ وويل چې ١٣٩٩ لمريز کال د خبريالانو لپاره خونړى و، تر لسو زيات خبريالان ووژل شول او شاوخوا ٥٠ نور چې ډېرى يې ښځينه دي، هېواد پرېیښى دى.

نوموړي له کرکټ بورډه مننه وکړه چې په دې ډول شرايطو کې يې د خبريالانو لپاره د تفريح زمينه برابره کړه.

د بي بي سي استازي او د بلې لوبډلې روزونکي خوشحال تايب هم له کرکټ بورډه مننه وکړه چې خبريالانو لپاره يې د لوبې امکانات برابر کړل.

د لوبغاړو په استازيتوب د شمشاد خبريال سميع الله پام وويل چې په خبريالانو کې هم د کرکت ښه او غوره لوبغاړي شته او په ملي کچه يې د خبريالانو د کرکټ لوبډلې جوړولو وړانديز وکړ، څو له ولايتي لوبډلو او د بهرنيو هېوادونو خبريالانو سره لوبې ترسره کړي.

د طلوع ټلوېزيون د ورزشي پروګرامونو پخواني مسوول فريدالله محمدي وويل چې په اداره کې به هر ډول ستونزې او خلک پرې نيوکې کوي، خو کرکت بورډ تل له رسنيو سره همکار پاتې شوى دى.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.