کابل (پژواک،۳۰ کب ٩٩): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو، وریجو او غوړیو بیې ټيټې شوې خو د پټرولو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار په لېسه مریم بازار کې د محمد جاوېد په نوم د سرو زرو پلورونکي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ٣٥٥٠ فغانۍ څخه ٣٥٠٠ افغانیو ته او د ٥٨٥ عیاره روسي سرو زرو بیه له ٣٠٥٠ څخه ۲۷۰۰ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو تغییر په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو له بیو سره تړاو لري.
د لومړنیو توکو بیې هم ټيتې شوې دي.
د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده توګه د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ١٦۲٠ څخه ١٦۰٠ افغانۍ ته، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو ورجو بیه له ۲۴۰۰ افغانۍ څخه ۲۳۰۰ افغانۍ ته، د یو کیلوګرام شنه اندونیزیايي چای بیه له ۳۳۰ څخه ۳۰۰ افغانۍ ته او د یو کیلو ګرام تور افریقايي چای بیه له ۳۳۰ څخه ۳۲۰ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د وارداتو ډېروالی او یادو موادو ته د تقاضا کمښت په کابل ښار کې د دغو موادو د بیو ټیټېدو لامل شوی دی.
خو نوموړي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ او ۴۹ کیلوګرام هندي بوره په ۲۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينې موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه ١۷۵٠افغانۍ،۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ٢۴۰٠افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه٢٤۰٠افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١۶۵٠ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانیو او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰افغانیو پلورل کېږي.
د سون توکو له ډلې د پټرولو بیه لږ لوړه شوې ده.
د کابل ښار د تایمني په څلورم سړګ د «هاشمي» د تېلو ټانک د کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د یوه لېټر پټرولو بیه په نړیوالو بازارونو کې د پټرولو بیې لوړېدو له امله په کابل کې هم له ۴۵ افغانۍ څخه ۴۶ افغانیو ته لوړ شوي دي.
خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یوه لېتر ډیزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.
د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۷۷،۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٨۸ افغانۍ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۶مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٧،٥۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٨۶ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP