ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د بهسودو پېښې غچ اخيستل کېږي

ولسمشر غني: د بهسودو پېښې غچ اخيستل کېږي

author avatar
20 Mar 2021 - 15:12
ولسمشر غني: د بهسودو پېښې غچ اخيستل کېږي
author avatar
20 Mar 2021 - 15:12

کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٩): ولسمشر اشرف غني په ميدان وردګو کې د چورلکې غورځېدو پېښې قربانيانو کورنیو سره په اړيکه کې هغوى ته ډاډ ورکړى چې د يادې پېښې غچ اخيستل کېږي.

له ارګه د کب په ٣٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرباڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د بهسود وروستۍ پېښې قربانيانو له ورثې سره ټيلېفوني خبرې او غمشریکي وکړه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې يوه چورلکه وويشتل شوه چې په کې څلور پيلوټان او د ځانګړو ځواکونو پنځه سرتېري ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت هغه مهال ويلي وو چې دوى په يادې ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو لپاره اکمالات کول.

له يادې پېښې څلور وروځې وروسته نن د ملي دفاع وزارت وويل چې ياده چورلکه کې د عليپور کسانو ويشتلې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د درېیم ساتنمن د کورنۍ له غړي محمد حسین سره په خبرو کې د هغه کورنۍ ته د نوموړي او د هغه د همسنګرانو  پر مړينه غمشریکي وکړه، وې ویل، د هغوی اتلولي نه هېرېږي.

محمد حسین وویل: “زموږ لویه غوښتنه دا ده چې د یادو شهیدانو غچ واخیستل شي او هغوی چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کوي، د هېواد دښمنان دي، د ساحې پاکوالي لپاره باید عملیات وشي او د نوموړي کورنۍ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.”

په خبرپاڼه کې راغل چې دغه راز ولسمشر د ډګرمن عبدالکریم له پلار عبدالرحیم سره خبرې وکړې او له نوموړي سره یې د زوی د مړينې په مناسبت غمشریکي او ورته دعا وکړه.

عبدالرحیم وویل: “زوی مې په ویاړ افغانستان ته د خدمت په لاره کې شهید شوی او زه پرې ویاړم.”

ولسمشر وویل، اړوندو ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې نوموړي ته د دوو رتبو د ترفېع لپاره اجراات وکړي او کورنۍ ته به یې رسېدنه وشي.

دغه راز ولسمشر جګړن فضل وهاب پلار متقاعد جنرال شېرین، د بریدمل محفوظ له پلار عبدالمعقول او د ساتمن داوود له پلار حاجي رضا سره هم خبرې وکړې.

ولسمشر غني  په دې ټيلېفوني اړيکو کې کې د ټولو قربانيانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي.

عليپور هم د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.