ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: زابل کې د یوې پوستې ۱۴ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

سرچينه: زابل کې د یوې پوستې ۱۴ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

author avatar
20 Mar 2021 - 15:07
سرچينه: زابل کې د یوې پوستې ۱۴ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي
author avatar
20 Mar 2021 - 15:07

کندهار (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې ۱۴ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د شاجوی ولسوالۍ یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ۱۴ پولیس تېره شپه له وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغو پولیسو د شاجوی ولسوالۍ د بازار په امنیتي پوسته کې دنده لرله.

سرچينه وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې یاد پولیس ولې له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

سرچینې زياته کړه ، د دوی معلومات دا دي چې تسلیم شوي پولیس له زابله کندهار ولایت ته تللي او هلته د طالبانو د سرې قطعې قوماندان حاجي لالا ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.