کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۱۴۰۰) : د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان پر وروستیو حالاتو او سولې پروسې هم خبرې کیږي.
ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ د وري په ۳مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شي.
دا تر یوه کال وروسته لومړی ځل دی چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په حضوري ډول غونډه ترسره کوي، تر دې مخکې د کرونا له امله یې د ویډیو له لارې مجازې غونډې ترسره کولې.
په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر د افغانستان د برخې یو تن مسوول د وري په لومړۍ نیټه پژواک اژانس ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیران به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو او سولې پروسې هم خبرې کوي.
سرچینې زیاته کړه چې دوی اوس هم له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو پر ویستلو سلا مشورو ته ادامه ورکوي .
د ناټو دغه مطبوعاتي مسوول وویل، چې د افغانستان په اړه په اسانه تصمیم نه نیول کیږي او اوس هم ټول انتخابونه تر نظر لاندې دي.
د هغه په وینا، د افغانستان امنیتي حالات اوس هم سخت دي او دوی د خپلو ځواکونو د امنیت لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کوي.
ده زیاته کړه : (( موږ دافغان سولې پروسې د چټکتیا لپاره د تازه پیل شویو هلو ځلو ملاتړ کوو، او د افغان شخړې ټولې دخیلې خواوې باید د چټک پرمتختګ لپاره کار وکړي.))
د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر وایي چې د افغانستان د تیرو ۲۰ کلونو دلاسته راوړنو د ساتلو لپاره مذاکرات د ټولو غوره لاره ده.
سرچینه وایي، افغانستان کې باید داسې سوله راشي چې دغه هیواد یو ځل بیا دترهګرو پر ځاله بدله نه شي.
دناټو د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې پر افغانستان خبرې کوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو دویستلو مهال ویش ته څه دپاسه یوه میاشت پاتې ده.
د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون له مخې باید د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.