Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ٢٤ غله نيول شوي

لښکرګاه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې په ١٥ بېلابېلو قضيو کې ٢٤ غله نيول شوي دي.

د هلمند امنيې قوماندانۍ له جنايي پېښو سره د مبارزې مدير سيد عبدالغفار نوري رسنيو ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې د پوليسو له لوري ٢٤ کسان نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ياد ۲۴ تنه غله په ۱۵ بېلابېلو قضیو کې نيول شوي او دا مهال عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.))

د نوموړي معلوماتو له مخې، له يادو غلو يو موټر، پنځه موټرسايکل، څلور ريکشې، ١٥ ټيلېفونونه، نغدې پيسې او يو شمېر نور هغه وسايل ترلاسه شوي چې د غلا په وخت کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

ده وويل چې د يادو کسانو په نيولو کې خلکو پوره همکاري کړې او دغه همکاري بايد جاري وساتي.

د نوموړي په وينا، دا مهال په لښکرګاه ښار او ځينو نورو سيمو کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې او پوليس هڅه کوي چې دغه کچه نوره هم ټيټه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مرکز لښکرګاه اوسېدونکو د وسله والو غلو له ډېروالي شکايتونه کړي وو او د مخنيوي غوښتنه يې کړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.