ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو دیني عالم وژل شوی

author avatar
21 Mar 2021 - 10:23
author avatar
21 Mar 2021 - 10:23

لښکرګاه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو په نهر سراج ولسوالۍ کې يو ديني عالم وژلى دى.

په هلمند کې يوې باوري امنيتي سرچينې د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر شپه ناپېژاندو وسله والو په نهرسراج ولسوالۍ پر يوه ديني عالم ډزې کړې دي.

هغه وايي: ((دغه ديني عالم اول ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.))

دغه راز د نهر سراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه ديني عالم مولوي محمد نوميده او د يوه جومات امام و.

ده وويل چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل ترڅنګ په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.