ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ارغنداب کې يو پول په موټربم بريد ویجاړ شو

د کندهار په ارغنداب کې يو پول په موټربم بريد ویجاړ شو

author avatar
24 Mar 2021 - 18:56
د کندهار په ارغنداب کې يو پول په موټربم بريد ویجاړ شو
author avatar
24 Mar 2021 - 18:56

کندهار (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۰): وسله والو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو پول د ځانمرګي موټر بم په وسیله ویجاړ کړ.

پېښه نن ماسپښین د یوې بجې په شاوخوا کې د یادې شوې ولسوالۍ په سرکاري باغ سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د ارغنداب په سرکاري باغ سیمه کې یو پول د موټر بم په وسیله ویجاړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، چاودېدونکي توکي په یوه مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او پر سر یې بسترې او نور توکي اچول شوي وو او داسې ښکارېده چې ګواکې کډه په کې بار ده.

دی وايي، کله چې موټر د پول نیمايي ته رسېږي، چاودنه یې کړې ده او پول یې ویجاړ کړی دی.

دغه پول پر ارغنداب سیند جوړ شوی چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې له کندهار ښار سره نښلولي وو.

بارکزی وايي، د دې پول په ویجاړولو د خلکو د تګ راتګ مخه ډب شوې ده.

د ده په خبره، دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال په دې ولسوالۍ کې پول ویجاړوي، بلکې تر دې وړاندې یې ګڼ نور پلونه هم د ماین په چاودنو او موټر بمونو ویجاړ کړي دي.

په کندهار کې د ملي امنیت صفر درې قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دې پېښه کې د پول د ویجاړېدو تر څنګ دوه ملکي وګړي (یو نارینه او یوه ښځه) چې پر موټر سایکل سپاره وو، وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم وسله والو د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې پول دوه ځله په بمونو ویجاړ کړ.

له هغه وروسته چې په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې جګړه پیل شوې ګڼ شمېر ټولګټي تاسیسات ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.