کابل (پژواک، ٤ ورى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٦٢٢٦ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وري په څلورمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨١٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٦٢٢٦ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٠ کسان په کندوز، ٥-٥ په پکتيا او بدخشان، ٤ په هرات، ٣ په کابل، ٢-٢ ننګرهار او تخار او ١-١ په کندهار، پنجشير او نورستان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٩٨٠٢ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٤٦٧ ته ورسېد.
د يادونې ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې ١٢٣ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه څه باندې ٩١ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو دوه ميليونه او ٧٢٦ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP