ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: افغانستان د امريکا سرتېرو ته نه، مالي مرستو ته اړتيا لري

محب: افغانستان د امريکا سرتېرو ته نه، مالي مرستو ته اړتيا لري

author avatar
24 Mar 2021 - 16:23
محب: افغانستان د امريکا سرتېرو ته نه، مالي مرستو ته اړتيا لري
author avatar
24 Mar 2021 - 16:23

کابل (پژواک، ٤ ورى ١٤٠٠) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، چې د يوې باعزته او تلپاتې سولې لپاره د واک د وېش ترڅنګ هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، خو پوښتنه داده چې د واک له وېش سره ستونزه هوارېږي.

د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دا څرګندونې تېره شپه دامريکا په واشنګټن کې د هډسن انسټيټيوټ سره په يوه ويډيويي پروګرام کې کړې دي.

هغه زياته کړه : “د ولسمشر غني د څو بعدي سیاست له مخې موږ له خپلو ټولو سيمه يیزو او نړیوالو شریکانو سره د خپلو ګټو عیارول پراخوو او نه غواړو چې د هغوی په اختلافونو کې ځان ور ګډ کړو، دا هغه چاره ده چې زموږ ملي امنیت او بهرني سیاست ته تګلوری ورکوي.”

محب وويل، ګډې ګټې، متقابل درناوی او باور ورته د دې توان ورکوي چې په پايله کې يو خپلواک، يو موټی، سوله ‌خوښی او ډیموکراټیک افغانستان ولري او ۱۹ کلنې لاس ته راوړنې خوندي وساتلى شي.

دى وايي : “موږ پر لوړه ډيپلوماټیکه کچه د سولې د اړوندو نوښتونو لکه د ترکیې ناسته، درناوی کوو. ”

د ملي امنيت سلاکار وويل، د افغانستان د دولت غېږ عزتمنې سولې ته تل پرانيستې ده.

محب زياته کړه : ” موږ د يوې باعزته او تلپاتې سولې لپاره د واک د وېش ترڅنګ هر ډول قربانۍ ته چمتو يو، خو پوښتنه داده، چې د واک وېش سره ستونزه هوارېږي ؟”

د هغه په وينا، په دې اړه له طالبانو سره ژور اختلافاتونه لري، په دوحه کې د افغان دولت مذاکراتي ټيم موندلې چې د بهرنۍ تګلارې، کورني سياست، د حقوق او لږکيو د حقوقو په اړه له طالبانو سره ژور اختلافات شته دي.

د ملي امنيت سلاکار وايي : ” موږ په یوه ولسواک افغانستان کې د ښځو او لږکيو د حقونو او د ۱۹ کلنو لاس ته راړونو د ساتنې په شمول پر يوه ټغر را ټول ساتي. موږ په څو برخو کې لکه د کورني او بهرني سیاست او د ښځو او لږکیو د حقونو په باره کې له طالبانو سره د نظر اختلاف لرو. ”

هغه وايي چې وسله والو طالبانو په دوحه کې له امريکا سره تر تړون وروسته پر امريکايانو هېڅ بريد نه کړى او د دې خبرې تاييد دامريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مايک پومپيو هم کړى، خو له خپلو افغانانو سره يې جګړې ته ادامه ورکړې ده.

هغه وايي : ” موږ د سولې لپاره پر ټولو ممکنه لارو چارو غور کوو، د مذاکرې مېز نه پرېږدو. ”

خو حمدالله محب وويل چې طالبان د مذاکرې له مېزه وتښتېدل، څو ورځې نادرکه وو، وروسته معلومه شوه، چې هغوى په پاکستان کې د ځانمرګو پر مرکزونو ګرځېدل، بيا مسکو او تهران ته ولاړل.

دى وايي، له شلو ورځو وروسته چې بېرته دوحې ته د خبرو مېز ته راغلل، بېخي يې بل دريح درلود . د دې پر ځای چې پر سوله بحث وکړي، د مذاکرې پر شرطونو يې خبرې کولې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار په دغو خبرو کې ويلي، چې د طالبانو،‌ ترهګرۍ او نشه یي‌ توکو سره د مبارزې لپاره د امریکایي ځواکونو موجوديت ته نه،‌ بلکې مالي مرستو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړې، افغان ځواکونو د افغانستان د دفاع پوره وړتیا او مهارت پیدا کړی دی.

محب وايي : «موږ د وړتیا په برخه کې نوره ستونزه نه لرو،‌ زموږ ستونزه مالي‌ ده. هغه څه چې لازم دي او باید تضمین شي،‌ دا دي‌ چې موږ کولی شو د افغانستان امنیتي‌ او دفاعي‌ځواکونه وساتو. ایا د افغانستان دولت کولی شي چې په خپلو سرچینو باندې دا کار وکړي؟ نه.»

نوموړي ويلي چې د جوبایډن حکومت ته د افغانستان وړاندیز هم دا دی چې د افغانستان له امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.

محب زیاته کړه، که امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پر ځای د افغان ځواکونو په مالي مرستو پام وکړي،‌ دواړه هېوادونه به له دغه کار څخه ګټه واخلي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.