Language

د هلمند لښکرګاه کې يو قومي مشر ووژل شو

لښکرګاه (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې يو قومي مشر وژلى دى.

د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام وايي چې نوموړى پرون د لښکرګاه ښار اړونده د نهر سراج اډې ته څېرمه وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا پر پخواني مشر او د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي غلام جان اکا ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

والي ويلي چې غلام جان اکا، د خلکو د يووالي او د ټولنې د پرمختک تر څنګ د خاوري او ملي نواميسو په ساتنه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

 

الهام، کشفي ارګانونو ته جدي هدایت کړی چې قاتلين يې پيدا او د خپلو کړنو په سزا یې ورسوي.

 

د وسله والو طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي د نوموړي د وژلو مسووليت منلی دى.