ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بايډن : په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره نه پاتې کيږو

بايډن : په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره نه پاتې کيږو

author avatar
26 Mar 2021 - 09:55
بايډن : په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره نه پاتې کيږو
author avatar
26 Mar 2021 - 09:55

کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ځواکونو ايستل ستونزمن دي، خو فکر نه کوي چې دوى هلته د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

بايډن واک ته تر رسېدو وروسته په سپينې ماڼۍ کې په خپلې لومړۍ خبري غونډه کې وويل، چې د «تکتیکي ستونزو» له پلوه مشکله ده چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ځواکونه وایستلی شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې، ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستانه د ٢٠٢١ زېږديز کال د مې تر لومړۍ نېټې پورې ووځي.

خو د امريکا ولسمشر وويل : «موږ به (له افغانستان څخه) ووځو، خو پوښتنه داده چې کله،؟))

جوبايډن وویل چې په دې هکله له خپلو شریکانو د ناټو غړو هېوادونو سره د وتلو په لوجستیکي مسایلو مشورې کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کې د امریکا له متحدینو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري، خبرې کړې دي.

ده زياته کړې : «که له هغه ځایه ووځو په مصونه او منظمه توګه باید ووځو.))

د بایډن په وينا، په دې هکله له متحدینو او شریکانو سره مشورې روانې دي چې څنګه دغه کار پلی شي.

د امریکا ولسمشر دغه راز ويلي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پروسه هم ژر پیلیږي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی څرکند شي.

د نوموړي په وينا، د امریکا او طالبانو د موافقې په اړه چې د ټرمپ د ادارې پر وخت شوې، ارزونې هم روانې دي.

دغه راز د طالبانو ډلې خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلې مودې پورې امریکایي ځواکونه ونه وځي مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو سمدستي ایستل نه غواړي.

Views: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.