ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې موټر بم بريد شوى

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې موټر بم بريد شوى

author avatar
26 Mar 2021 - 11:09
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې موټر بم بريد شوى
author avatar
26 Mar 2021 - 11:09

لښکرګاه (پژواک، ٦  ورى ١٤٠٠): ځايي چارواکي وايي چې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د موټر بم بريد په پايله کې يو سرتېرى وژل شوى دی.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک د وري په ٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په لسو بجو د ولسوالۍ په مهاجر بازار کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو په سيمه کې د شهيد نصرت پر پوستې د موټر بم بريد کاوه چې د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوى او چاودنه يې کړې ده.

د خپلواک په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس او بريدګر وژل شوي او بل چاته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.