لښکرګاه (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠): ځايي چارواکي وايي چې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د موټر بم بريد په پايله کې يو سرتېرى وژل شوى دی.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک د وري په ٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په لسو بجو د ولسوالۍ په مهاجر بازار کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو په سيمه کې د شهيد نصرت پر پوستې د موټر بم بريد کاوه چې د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوى او چاودنه يې کړې ده.
د خپلواک په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس او بريدګر وژل شوي او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 83
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP