لښکرګاه (پژواک، ٧ ورى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د هلمند د سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان له لسو نورو سرتېرو سره يو ځاى وژل شوى دى.
په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ د ٦١١ شهرا پر کنډک بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالحميد سروري له لسو نورو سرتېرو سره يو ځاى وژل شوى دى.
دغه راز د هلمند امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد زمان همدرد هم ياده پېښه تاييدوي.
دى وايي چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د سنګين ولسوالۍ د ٦١١ شهرا پر کنډک بريد وکړ او جګړې څو ساعته دوام درلود.
ده زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٥ طالبان هم وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
همدرد وايي چې په ياد بريد کې د سنګين ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان له دوو نورو پوليسو سره وژل شوى او دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 139
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن