Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار ګمرک یو مامور د مالي فساد په تور ونیول شو

کندهار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۰): د کندهار ګمرک اړوند یو مامور چې د دې ریاست د اداري مدیر او ګرځنده مراقبت د مسوول په توګه یې دنده تر سره کوله د فساد په تور ونیول شو.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مامور عزیزالله نومېږي چې له ګمرک ریاست څخه د غیر قانوني موټرو په تېرولو کې یې لاس درلود.

هغه زیاته کړه، څو ورځې وړاندې د کندهار والي روح الله خانزاده د شپې ناوخته د ګمرک له چارو ناڅاپي لیدنه وکړه چې په دې لړ کې یو شمېر هغه مامورین او موټر ونیول شول چې په ناقانونه توګه له ګمرک څخه تېرېدل.

دی وايي، یادو شوو مامورینو له موټرو پیسې اخیستلې او د دولت د خزانې پر ځای شخصي جېبونو ته تلې.

د ده په خبره، د نیول شوو کسانو د اعترافاتو له مخې په دې کار کې یو شمېر نور مامورین هم ښکېل او   تر څار لاندې وو.

بهیر وویل، په دې لړ کې یو ځل بیا د کندهار والي ګمرک ریاست ته ولاړ او د ګمرک د نیول شوو مامورینو د اعترافاتو په لړ کې یې قلمداد شوی کارکوونکی ونیو.

هغه زیاته کړه، د ګمرک ریاست اداري مدیر او د ګرځنده مراقبت مسوول عزیزالله په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو په جرم کې له مخکنیو نیول شوو مامورینو سره شریک و.

د نوموړي په وینا، د کندهار والي د یاد شوي مامور تر نیول کېدو وروسته په ګمرک ریاست کې له سوداګرو سره په لیدنه کې وویل چې د فساد په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.

والي وویل، د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي تر څنګ هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له دولتي موقف څخه په ګټې اخیستلو خلک او سوداګر وځوروي.

د ده په خبره، د هغو فاسدو کسانو پر وړاندې ولاړ دی چې فساد کوي، خلک له هېواده وتلو او د پانګې فرار ته زمینه برابروي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.