ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې دوه زومان د يوه سرتېري له خوا وژل شوي

اروزګان کې دوه زومان د يوه سرتېري له خوا وژل شوي

author avatar
30 Mar 2021 - 19:37
اروزګان کې دوه زومان د يوه سرتېري له خوا وژل شوي
author avatar
30 Mar 2021 - 19:37

ترینکوټ (پژواک ۱۰ وری ۱۴۰۰): په اروزګان کې سلګونو کسانو نن دوه جسدونه د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخې ته راوړي وو او له دولت څخه یې د عدالت غوښتنه کوله.

دوی وایې، امنیتي کسانو نن سهار مرکز ترینکوټ جنګي کاریز سیمه کې دوه ملکیان چې یوه ته یې نن او بل ته یې سبا واده راووړ، وژلي دي.

دوی د وژل شويو کسانو جسدونه هم د اعتراض په توګه د ولایت مقام او د ملي امنیت ریاست مخې ته يې ایښي وو.

د وژل شويو کسانو یو تن خپلوان میراجان وایي، دواړه زومان وو، یوه ته يې نن واده او دوهم ته یې سبا واده راووړ.

ده پژواک اژانس ته وویل، نن سهار کله چې دوی دواړه پر موټرسایکل سپاره وو، سیمه کې د امنیتي پوستې له خوا ورباندې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.

د وژل شويو کسانو بل خپلوان نورمحمد هم وایي، دواړه جسدونه یې ځکه ولایت ته راوړي، ترڅو له هغوی سره د شوي ظلم په اړه نړيوال خبر او ورسره عدالت وشي.

دوی وایې، که مجرم ونه نیول شي او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، نو د دولت پر وړاندې به پرېکون او اعتراضونه وکړي.

د اروزګان امنیتي مسوولین هم مني چي د یوه سرتېري له خوا مرکز ترینکوټ د یوې سیمې پر ملکیانو ډزې شوي او وژل شوي دي.

امنیه قوماندان سمونوال علي احمد عطایي وایي، مجرم چې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو غړی دی، نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی.

نوموړي د وژل شويو کسانو له خپلوانو سره ژمنه وکړه چې عدالت به ورسره کېږي او مجرم به د قانون منګولو ته سپاري.

Views: 1069

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.