Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند په افغانستان کې د بهرنيو وسله والو پر شتون اندېښنه وښوده

کابل (پژواک، ١٠ ورى ١٤٠٠): د هندوستان بهرنيو چارو وزارت وايي چې هېواد یې د افغان سولې پروسې د ټولو هغو هڅو هرکلى کوي چې يو هر اړخيز اوربند ته لاره هواروي.

د هندوستان بهرنيو چارو وزير جاى شنکر دغه څرګندونې نن (د وري ١٠مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان په تړاو د استانبول پروسې اسيا زړه کنفرانس ته وکړې.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان او تاجکستان ولسمشران او د يو شمېر نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او ځانګړو استازو ګډون کړی دی.

شنکر وويل چې اسيا زړه پروسه دې يواځې افغانستان پورې نه محدودېږي، بلکې د ټولې سيمې په اړه دې بحثونه په کې وشي.

ده زياته کړه، له شک پرته يو با ثبات، خپلواک او سوله ييز افغانستان د ټولې سيمې هوساينې لپاره ګټور دى.

هغه ټينګار کړی چې افغانستان بايد له ترهګرو، تاوتريخوالي، نشه يي توکو او سخت دريځۍ پاک هېواد وي.

د هند بهرنيو چارو وزير د افغانستان پر وروستيو حالاتو ژوره اندېښنه وښوده او په ډاګه يې کړه چې هلته هره ورځ د بېګناه خلکو وينې تويېږي او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

نوموړي په افغانستان کې د بهرنيو وسله والو پر شتون هم سخته اندېښنه وښوده.

شنکر زياته کړه چې د اسيا زړه پروسې او همکار هېوادونه بايد په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو او اوربند لپاره زمينه سازي وکړي.

هغه وويل چې هندوستان د افغان سولې پروسې د ټولو هغو هڅو هرکلى کوي چې يو هر اړخيز اوربند ته لاره هواروي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.