ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: اتمر د بهرنیو چارو له وزارته لرې کېږي

سرچینه: اتمر د بهرنیو چارو له وزارته لرې کېږي

author avatar
31 Mar 2021 - 11:23
سرچینه: اتمر د بهرنیو چارو له وزارته لرې کېږي
author avatar
31 Mar 2021 - 11:23

کابل (پژواک،۱۱ وری۱۴۰۰): سرچینه وایي، د عبدالله او غني ترمنځ د کورنیو چارو وزیر له دندې د لرې کېدو پر سر رامنځته شوې ستونزه داسې هواره شوې چې د عبدالله ډلې ته د کورنیو چارو وزارت پر ځای د بهرنیو چارو وزارت ورکړل شوی دی.

د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پایلو پر سر د دغو ټاکنو د مخکښو نوماندانو (اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اوسني د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله) ترمنځ کړکېچ رامنځته او په پایله کې یې د یوې سیاسي هوکړې له لارې واک ووېشل شو.

د دغه وېش له مخې، د کورنیو چارو وزارت د عبدالله او بهرنیو چارو وزارت د غني په برخه ورسېد.

ولسمشر د تېر کال د کب په ۲۹مه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له دندې ګوښه او پر ځای یې حیات الله حیات دغه وزارت ته نوماند کړ، خو عبدالله ورسره مخالفت وکړ، ویې ویل چې دغه کار د سیاسي هوکړې خلاف او له سلا او دلیل پرته شوی دی.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د میدان ورګو په بهسودو کې د غیرمسوولو وسله والو قوماندان علیپور د کسانو له خوا د ملي اردو د چورلکې غورځېدو ته په اشارې وویل، عليپور چې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشی شوی، په غیرقانوني کړنو بوخت دی، خو ولسمشر د هغه د نيولو پر ځای د کورنیو چارو مخکنی وزیر مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړى دى.

نن د حکومت یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د عبدالله او غني ترمنځ یاده ستونزه هواره شوې ده.

دی وایي چې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت په بدل کې عبدالله ته د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز کړی چې د هغه له خوا منل شوی او ادیب فهیم یې هم د بهرنیو چارو وزیر په توګه نوماند کړی دی.

سرچینه وایي، چې عبدالله تر دې مخکې سید منصور سادات نادري او مصطفی مستور د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړي و، خو وروسته دواړه لوري سلا شول چې ادیب فهیم دغه وزارت ته نوماند کړي.

ادیب فهیم د ولسمشر د پخوانۍ مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم زوی دی او په ۱۳۶۴ کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی دی. مارشال فهیم د جمعیت اسلامي ګوند مخکښ غړی و او عبدالله هم د همدغه ګوند غړیتوب لري.

د راپورونو له مخې، ادیب فهیم په عربي متحده اماراتو کې د  شارجې پوهنتون د نړیوالو اړیکو له پوهنځي فارغ شوی او په نیویارک کې یې د پالیسۍ او عمومي ادارې په برخه کې ماسټري کړې ده.  ادیب د ملي امنیت مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ریاست د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مطبوعاتي سلاکار مجیب الرحمن کریمي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې عبدالله عبدالله له هېواد څخه بهر و او فکر نه کوي چې داسې یو څه تر سره شوي وي.

ده زیاته کړه چې په دې اړه به معلومات وروسته له پژواک سره شریک کړي، خو تر اوسه (سې شنبې دوه بجې) یې معلومات نه دي ورکړي.

دغه موضوع مو د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره هم د واتس اپ له لارې شریک کړه. هغه د پژواک خبري اژانس پوښتنه لیدلې خو ځواب یې نه دی ورکړی.

که اتمر هم له دندې لرې کړل شي، نو دا په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې څلورم وزیر دی چې له دندې لرې کیږي. د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د عامې روغتیا وزیر جواد احمد عثماني، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په دغو له دندو لرې کړل شویو وزیرانو کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي او ولسي جرګې په وار، وار پر دغه چاره نیوکه کړې ده.  د ولسي جرګې غړیو پرون پر دې هم نیوکه کړې وه چې ولسمشر هغه وزیران له دندو لرې کوي چې د جرګې د باور رایه یې تر لاسه کړې، خو یو شمېر هغه بیا د سرپرست وزیرانو په توګه کار کوي، چې جرګې د باور رایه نه ده ورکړې.

Views: 2699

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.