مزارشريف (پژواک، ١١ ورى ١٤٠٠): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د بلخ پولیسو ویاند عادل شاه عادل پژواک ته وویل چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا یوه بجه د بلخ ولسوالۍ بازار، کلفت بندر کې په یوه لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې په دې پېښه کې دوه ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان دي.
د ده په وینا، په چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي احمدخان پژواک ته وویل چې د چاودنې غږ په لرو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې پېښې ته نږدې د کورونو او ودانیو ښيښې هم ماتې شوې دي.
د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP