ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: هر جوړېدونکي بند سره ابادېدونکې لس سلنه ځمکه به کوچیانو ته ووېشل شي

ولسمشر: هر جوړېدونکي بند سره ابادېدونکې لس سلنه ځمکه به کوچیانو ته ووېشل شي

author avatar
1 Apr 2021 - 20:02
ولسمشر: هر جوړېدونکي بند سره ابادېدونکې لس سلنه ځمکه به کوچیانو ته ووېشل شي
author avatar
1 Apr 2021 - 20:02

کابل (پژواک ۱۲ وری ۱۴۰۰): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې ټولې ادارې یې مکلفه کړې چې د کوچیانو لپاره په اړوندو برخو کې خدمات برابر کړي، وويل چې هر جوړېدونکي بند سره ابادېدونکې لس سلنه ځمکه به کوچیانو ته ووېشل شي.

له ارګ څخه پژوک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د کوچیانو ملي ورځې (د وري نهمه) په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

سرچينه زياتوي، په سلامخانه ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د کابینې یو شمېر غړو، د ولسي جرګې استازو، د کوچیانو، مشرانو او ځوانانو حضور درلود، په پیل کې د کوچیانو سمون ادارې رئیس استاد حبیب الرحمن له جمهوررئیس څخه د کوچیانو ورځې د نمانځنې او په دغو مراسمو کې د ګډون مننه وکړه.

نوموړي د یاد ریاست د تشکیلاتو، له نورو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ، ګډ کار، د کوچیانو د بېلابېلو ستونزو د حل، کوچیانو ته د ځمکو د وېش، تحصیلي بورسونو د ورکړې، د کدرونو د استخدام، د مېلمستون بیارغونې او د کوچیانو د سراسري شورا جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

ورپسې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر په ملي یووالي، ورورلي، د هیواد اقتصاد، سوداګرۍ او بېلابېلو برخو کې د کوچیانو د رول او ارزښت یادونه او په یاد وزارت کې د کوچیانو د سلاکار د مقررۍ وړاندیز وکړ.

هغه زیاته کړه، د کوچیانو د تاریخي او ټولنیز ژوند په اړه به هر اړخیزه څېړنه  ترسره او په کتابي بڼه چاپ کړي. همدارنګه یې د افغانستان د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو په ساتنه کې د کوچیانو رول او مرسته وغوښته.

ورپسې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي حیدرجان نعیم زوی او قومي مشر محمد حسن کوچیانو ته د بېلابېلو ادارو له لوري د شویو خدمتونو او د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او همدارنګه یې د سولې، څړځایونو، ورشوګانو، برېښنایي تذکرو د وېش او د کوچیانو د لېسو او ښوونځیو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

جمهور رئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې ټولو هیوادوالو ته د کوچیانو د ملي ورځې مبارکي پرمهال وویل، افغانستان له ښاري، کلیوالي او کوچي درې برخوجوړ دی او ټولې ادارې یې د کوچیانو لپاره په اړوندو برخو کې د خدماتو په برابرولو مکلفې کړې.

ده زياته کړه، هر جوړېدونکي بند سره ابادېدونکې لس سلنه ځمکه به کوچیانو ته ووېشل شي او پیل یې له کمال خان بند څخه کېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې دکوچیانو د مالدارۍ او مېشتېدنې لپاره د عادلانه وېش په موخه دې د اړوندو ادارو ګډ کمېسیون جوړ شي.

نوموړي په ورځني ژوند کې د کوچیانیو مېرمنو د ارزښتناک رول یادونه او د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کوچیانو لپاره دې روغتیایي اسانتیاوې برابرې او ځانګړې پاملرنه وکړي.  د مرستو په وېش کې دې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ توپیري چلند نه کېږي او ټول باید ورڅخه برخمن شي.

هغه د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې د کوچیانو کوډ پیسې په نورو برخو کې نه شي لګول کېدلی، ځکه د لومړي ځل لپاره په بوديجه کې د کوچیانو لپاره ځانګړی باب پرانیستل شوی دی.

هغه زیاته کړه، د سولې په برخه کې د کوچیانو رول مهم دی او د دې لپاره دې د کوچیانو ځانګړې شورا جوړه شي.

غني په ټینګار سره وویل، د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ او د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شوراګانو په غونډو کې دې اړوند ادارې د کوچیانو لپاره د خپلو خدماتو او کړنو راپور ورکړي. له لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو څخه د کوچیانو د ښوونځیو د سویې لوړولو لپاره ځانګړی ترتیب او پروګرام غواړي.

ولسمشر څرګنده کړه، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او علومو اکاډمۍ کې دې د کوچیانو لپاره ځانګړې برخه جوړه شي، د ورشوګانو د غاصبانو نوملړ دې ترتیب شي، ځکه ورشوګانې ملي پانګه ده چې ساتنه یې د کوچیانو، ژوند چاپیریال او ګرځندوی صنعت لپاره مهم دی او په دې برخه کې باید عامه پوهاوی زیات شي.

اشرف غني د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه، په کومو ولایتونو کې چې کوچیان زیات دي، هلته دې په ولایت کې د کوچیانو مشاوریت ایجاد شي او همدارنګه دې د کوچیانو د کدرونو لېست ترتیب او په شفاف ډول دې په بېلابېلو برخو کې استخدام شي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.