کابل (پژواک، ١٢ ورى ١٤٠٠): نړیوال بانک وايي چې لومړنیو او ثانوي زدهکړو ته د افغان ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو لاسرسي ډېرېدو لپاره ۲۵ میلیون ډالر اضافي مالي مرسته تصویب کړه.
د نړیوال بانک له خوا د وري په ١٢مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بلاعوضه نوې مالي مرسته چې له زدهکړو سره د همکارۍ نړیوال پروګرام له لارې کېږي، له اقراء پروژې سره به د سلو نوو ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته به د زدهکړو کچې لوړېدو، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو لاسرسي ډېرولو، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ملاتړ او په سیمهییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو کیفیت لوړولو لپاره ولګېږي.
نړيوال بانک ويلي، نړیواله پراختیا اداره چې له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ د مالي مرستو چمتو کولو یوه څانګه ده، د اقرا پروژې ملاتړ کوي.
همدا ډول له دې پروژې سره د افغانستان بیارغونې صندوق او د زدهکړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام چې مخ په ودې هېوادونو کې د ښوونیزو سيستمونو پیاوړتیا څو اړخیز پروګرام دی، مرسته کوي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر رییس، هېنري کرالي په دې اړه وایي: «افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زدهکړو سطحې لوړوېدو برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي، سره له دې په دغه هېواد کې ۳،۵ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي او د افغانستان په سطحه نیمایي ښوونځي مناسب تعلیمي بنسټونه نه لري. دغه بلاعوضه مالي مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي چې د ښوونې او روزنې یو مطلوب محیط رامنځته کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زیات ماشومان ښوونځي کې شامل کړي.»
د زدهکړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام اجرائیوي مشره الیس البرایټ وايي: “د نجونو په زده کړو پانګونه یو خورا اغېزمن ګام دى چې یو هېواد یې ترسره کولی شي، د نجونو پر زدهکړو پانګونه د دې لامل کېږي څو اقتصاد وده وکړي.”
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن