کابل (پژواک ۱۴ وری ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت او د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې تر منځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.
له لوړو زده کړو وزارت څخه د وري په ۱۴مه پژواک خبرِ اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
د دغې هوکړې له مخې به د انجینرۍ، چاپېریال ساتنې، برېښنا او انرژۍ په برخو کې د مسلکي تجربو شریکول، د علمي ناستو جوړول، د تحصیلي نصاب لا معیاري کول، فارغ شویو محصلينو ته د کار زمينه او د وزارت او نورو تحصیلي بنسټونو د اړتیا وړ برېښنا پوره کول وي.
په ياده غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر عباس بصير ويلي چې انرژي د علمي څېړنو یوه لویه برخه ده چې تر دې مهاله په هېواد کې ورته کم پام شوی دی.
ده زياته کړې، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې غوره ظرفیتونه شته او د هېواد بېلابېلې ادارې کولی شي له يادو علمي کادرونو ګټه واخلي.
دی وايي: (( زموږ هڅه دا ده چې د خپلو محصلينو او فارغانو لپاره د ښې روزنې او کار زمینه برابره کړو. هیله لرو چې د دغې هوکړې په لاسلیک سره د لوړو زده کړو په نظام کې د کارونو زمینه برابره شي )).
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې مشر دوکتور داوود میرزایي د یادې هوکړې لاسلیک د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ لپاره ګټوره وبلله.
هغه زیاته کړې، د انرژۍ خدمتونو د تنظیم اداره ژمنه ده چې د علمي کنفرانسونو او سیمینارونو په جوړولو له وزارت سره د انرژۍ او برېښنا سکټور د څېړنو لومړیتوبونه شریک کړي.
د ده په خبره، د محصلينو لپاره د علمي څېړنو لار هوارول، د درسي توکو په چمتو کولو او نورو برخو کې له لوړو زده کړو وزارت او نورو تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ ته ژمن دی.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن