مزارشریف (پژواک، ۱۴وری ۱۴۰۰): د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وایي، افغانان داسې سوله غواړي چې د دوو لسیزو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.
محب الله صمیم دغه څرګندونې د وري په ۱۴مه مزارشریف ښار کې د خلکو غونډې ته وکړې.
هغه زیاته کړه چې افغانان نور له روان تاوتریخوالي ستړي شوي او د داسې یوې سولې په لټه کې دي چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.
هغه د افغان سولې په تړاو د ترکیې راتلونکي کنفرانس ته په اشارې وویل چې افغانان د سولې هر ډول توافق کې د جمهوریت، شته نظام او امنیتي ځواکونو خوندیتوب غواړي.
صمیم وویل: ((ټول افغانان سوله غواړي، خو د تېرو تجربو تکرار چاته د منلو نه دی، د افغانستان دښمنان غواړي اول موږ له شته نظام خلاص کړي او بیا د افغانستان شتمني د کباړ په نرخ د تېر په څېر په نورو خرڅ کړي.))
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر له خلکو وغوښتل چې خپل یووالی وساتي.
دیني عالم مولوي ذبیح الله حقجو په خپلو خبرو کې روانه جګړه وغندله او په ښکېلو اړخونو یې د اوربند ټينګولو غږ وکړ.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغان سولې په پروسه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دي.
نوموړي وویل، سیاسي څېرې او حکومتي مشران باید د افغانستان د ملي ګټو په خاطر لاس یو کړي او د سولې روان بهیر بریا ته ورسوي.
حقجو زیاته کړه: ((یو څو ټېکه داران باید د سولې روانه پروسه د خپلو نامشروع ګټو په خاطر یرغمال نه کړي، خلک باید خپل غږ اوچت کړي او د خپل برخلیک په اړه تصمیم کې شریک شي.))
د بلخ د ښځو چارو رییسې شهلا حدید غونډې ته وویل چې شته نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او باید وساتل شي.
هغې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او اوربند وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP