لښکرګاه (پژواک، ١٦ ورى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې په هلمند کې د موټربم بريد په ترڅ کې ١٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ناوې ولسوالۍ په ژيړ صاحب سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته د موټربم بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٢ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو سرچينې د وژل شويو او ټپيانو شمېره په ډاګه نه کړه.
خو د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې موټربم موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شوى او له منځه وړل شوى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې يواځې دوه پوليس سرتېري ټپيان شوي دي.
بل لورته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومتي سرتېرو پر پوستې تکتيکي چاودنه کړې.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې ١٣ پوليس وژل شوي او يو عراده رنجر موټر يې له منځه وړل شوى دى.
د يادونې ده چې تېره شپه طالبانو په هرات ولايت کې هم د ملي اردو پر پوسته بريد کړى چې په ترڅ کې يې اته سرتېري وژل شوي دي.
Views: 345
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن