ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

په هرات کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

author avatar
5 Apr 2021 - 14:39
په هرات کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي
author avatar
5 Apr 2021 - 14:39

هرات ښار (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۰): سرچینو پژواک ته ویلي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي دي.

په هرات کې یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل، تېره شپه طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ په جوغازي سیمه کې د ملي اردو پر پوسته ډله ییز برید کړی دی.

د سرچینې په خبره، دې نښتې درې ساعته دوام درلود چې له امله یې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او اووه نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

سرچینې زیاته کړه، نیول شوي اووه سرتېري په سیمه کې د افغان ځواکونو له هوايي بریدونو وروسته له طالبانو تښتېدلي دي.

سرچینې روښانه کړه، په دې نښته کې درې نجونې هم ټپیانې شوې چې د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوې دي.

سرچینې وویل، د ملي اردو دغه پوسته تازه په یاده سیمه کې جوړه شوې وه.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د تېرې شپې برید تایید کړ خو په دې اړه یې جزئیات وړاندې نه کړل.

د هرات شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، هره شپه په شینډنډ ولسوالۍ کې جګړه ده او ډېری وخت په کې ملکي وګړو ته زیان رسېږي.

د سیمې یاد اوسېدونکي ادعا کوي چې ان ډېری ورځې خلک د ناامنۍ له ډاره کار او ژوند نه شي کولای.

دوی له دولته غواړي چې د پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره وضعیت ښه کړي.

طالبانو تر اوسه د شینډنډ د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، دوه شپې مخکې طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ ملي امنیت پر مدیریت موټربم برید وکړ چې له امله یې د ملي امنیت څلور منسوبین ووژل شول.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.