جلال اباد (پژواک، ۱٧ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د جنوبي کوريا له خوا د ٤،٤ ميليونه ډالرو په لګښت د اوبو او لمريزې برېښنا دوه شبکې چې ۳۴۰ کيلوواټه برېښنا توليدوي، بشپړې او پرانيستل شوې.
د ننګرهار والي، د کليو او پراختيا وزارت او د ملګرو ملتونونو پراختيايي ادارې چارواکي د وري په ۱۶مه يادې ولسوالۍ ته د دغو پروژو پرانيستې لپاره تللي وو.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل چې د دره نور ولسوالۍ په شيمل سیمه کې د جنوبي کوريا هېواد د ۴،۴ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د لمريزې او اوبو برېښنا شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې ٣٤٠ کيلوواټه برېښنا توليدوي.
دی وايي چې په دغو پروژو کې دوه سوه کیلوواټه لمریزه او ۱۴۰ کیلوواټه له اوبو تولیدېډونکې برېښنا شامله ده او د یادې ولسوالۍ په اته کلیو شيمل، کندک، چيوال، لمټک، مجکنډول، لاګايک، ستن او بمبه کوټ کې به دوه زره کورونه، يو دېرش جوماتونه، اووه ښوونځي، دوه کلينيکونه او شل فابريکې به يې له برېښنا ګټه واخلي.
د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د برنامو معين پوپل حبيبي وويل، د دې پروژې ساتنه او ترميم د يو کال لپاره تطبيقوونکی شرکت پر غاړه لري او ژمنه يې وکړه چې دا پروژه به لا غښتلې او پراخه کړي.
نوموړي یاده پروژه په دره نور کې له حياتي پروژو وبلله چې په دې ولسوالۍ کې به توليدي چارې ګړندۍ شي او د دې ولسوالۍ توليدات به د هېواد سربېره نړیوال بازار هم پيدا کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې مرستیالې سورايو بوزوروکوا د يادې پروژې په بشپړېدو خوښي وښوده چې د دې سيمې خلکو ته د برېښنا زمينه برابره شوه او ژمنه يې وکړه چې د کليوالي انرژۍ په برخه کې به نورې پروژې هم تطبیق کړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون د دره نور خلکو ته د دې مهمې پروژې له امله مبارکي ورکړه او د يادې سيمې له خلکو يې د دې پروژې په تطبيق کې د همکارۍ له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې په ښه ډول يې ساتنه هم وکړي.
د یادې پروژې ګټې اخیستنې پر مهال د بېلابېلو ادارو مسوولینو، د ولس استازو، مخورو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP