کابل (پژواک، ١٨ ورى ١٤٠٠): د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د ژورنالېست يما سياووش د قتل په ګډون په ګڼ شمېر هدفي وژنو او چسپکي ماين چاودنو کې ککړه د طالبانو يوولس کسيزه ډله نيول شوې ده.
پخوانى ژورنالېست او د افغانستان بانک کارکوونکى يما سياووش له دوو نورو همکارانو سره شاوخوا پنځه مياشتې مخکې د کابل ښار په مکروريانو کې د يوه چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی و.
صالح د وري په ١٨مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د کابل پوليسو له يادو پېښو سره د تړاو په تور د طالبانو يوولس کسيزه ډله نيولې ده.
هغه زياته کړې چې نيول شوي کسان د هدفي وژنو ترڅنګ د سړک غاړې او چسپکي ماين چاودنو کې هم ښکېل دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي چې دوى رسنۍ، مدني ټولنې او د بشري حقونو مدافعين راغوښتي څو د نيول شوو کسانو مرکې او دوسيې وګوري.
د يادونې ده، له تېرو څو مياشتو راهيسې په کابل کې د چسپکي ماينونو چاودنې او هدفي وژنو پېښې زياتې شوې دي.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن