پل علم (پژواک، ١٩ ورى ۱۴۰۰): امنيتي سرچينې وايي چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله د مس عينک کان پنځه ساتوونکي وژل شوي دي.
په لوګر ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مس عينک کان د ساتوونکو په پوسته کې پنڅه سرتېري وژلي دي.
هغه وايي:((دغه سرتېري يې په لايزري ټوپک وژلي دي، کله چې کومکي ځواکونه سيمې ته ورغلي، په رنجر موټر يې د ماين چاودنه شوې خو تلفات نه لري.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په تېرو درېیو مياشتو کې دا څلورم ځل دى چې وسله وال طالبان د مس عينک کان د ساتوونکو پر پوستو بريدونه کوي چې په دې ټولو بريدونو کې شاوخوا ٣٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا په داسې حال کې ده چې مس عينک کان د محمد اغې ولسوالۍ ختيځ ته په ١٦ کيلومټرۍ کې پروت دى چې د عامه تاسيساتو د ١٦٠٠ سرتېرو له خوا يې ساتنه ترسره کيږي.
Views: 137
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن