Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت: طالبانو تېر کال ۲۸ ديني عالمان وژلي دي

کابل (پژواک، ١٩ ورى ١٤٠٠) : د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې وسله والو طالبانو تېر کال ١٤ ولايتونو کې ٢٨ تنه ديني عالمان وژلي دي.

د ملي امنيت شورا له خوا د وري په ١٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت د سلاکار د تخنیکي مرستیال عباد الله عباد په مشرۍ د علماوو د مصوونيت کمېټې په نننۍ غونډه کې د تېرې جلسې د راپور تر اورولو وروسته د ديني عالمانو د ترور پر لاملونو او مخنيوي بحث وشو.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د راپورونو پر بنسټ وويل شول چې طالبانو په تېر يوه کال کې په ۱۴ ولايتونو کې ۲۸ ديني عالمان وژلي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي، د لوګر او غوربند په ځينو سيمو کې د طالبانو له خوا تړل شوې رسمي ديني مدرسې لا هم تړلې دي.

د سرچينې په وينا، دغه راز په سرپل، جوزجان او بادغيس ولايتونو کې هم رسمي ديني مدرسو ته  ګواښونه ډېر شوي او طالبان غواړي چې رسمي ديني مدرسې وتړي.

په خبرپانه کې راغلي، په دې ناسته کې د ناثبتو ديني مدرسو د نصاب او اسنادو پر ستونزو، د رمضان په مبارکه مياشت کې د امنيت پر لا ټينګښت او ځينو نورو مسايلو بحث او خبرې وشوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.