کابل (پژواک، ١٩ ورى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې څه باندې سل زرو کسانو ته د کرونا ويروس ضد واکسين تطبيق شوى دى.
افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق لړۍ تېرکال د کب په پنځمه نېټه له کابله پیل شوه او ولسمشر غني په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغه واکسین پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.
افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه د وړم کال کب میاشتې په ۲۵مه ثبت شوه او تر اوسه د دې ناروغۍ ٥٦٩٤٣ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې ډلې ٢٥١٦ کسان مړه او ٥١٩٤٠ نور بيا بېرته روغ شوي دي.
د کرونا واکسين په اړه د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ١٠٠٨٣٩ کسانو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په واکسين شويو کسانو کې روغتيايي کارکوونکي، د رسنيو کارکوونکي، ښوونکي او يو شمېر نور دولتي کسان شامل دي.
ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې په لومړي پړاو کې ۲۵۰ زره کسانو ته کرونا ضد واکسین تطبيق شي.
د يادونې ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٣٣،٧ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه نږدې ١٠٧،٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٢،٨ ميليونه يې له امله مړه شوي دي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن