کابل (پژواک، ١٩ ورى ١٤٠٠) : تندر قول اردو وايي چې ګډو امنيتي ځواکونو د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسله والو د قوماندان عليپور قرارګاه نيولې ده.
د عليپور وسله والو کسانو تېره مياشت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت يوه چورلکه ووېشتله چې له امله يې څلور تنه پيلوټان او پنځه د ځانګړو ځواکونو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
له يادې پېښې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه د عليپور او د هغه د وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي، خو په خپله عليپور له سيمې تښتېدلی او چېرته پټ شوى دى.
بلخوا د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري د وري په ١٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عليپور پر ضد د روانو عملياتو په ترڅ کې ملي دفاعي ځواکونو په بهسودو کې د هغه قرار ګاه نيولې ده.
سرچينې زياته کړې چې د دغې قول اردو د پنځمې لوا د قوماندان په مشرۍ ترسره شويو عملياتو کې د قرارګاه د نيولو ترڅنګ یوه اندازه، وسلې مهمات او تجهيزات هم نيول شوي دي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال هغه دولتي نظامي موټر هم نيولي وو، چې د عليپور د وسله والو له خوا تر خاورو لاندې پټ کړل شوي وو.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن