ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تښتول شوي ماشوم کورنۍ: د عبدالرووف کاليزه مو په غم او اوښکو ونمانځله

د تښتول شوي ماشوم کورنۍ: د عبدالرووف کاليزه مو په غم او اوښکو ونمانځله

author avatar
9 Apr 2021 - 09:37
د تښتول شوي ماشوم کورنۍ: د عبدالرووف کاليزه مو په غم او اوښکو ونمانځله
author avatar
9 Apr 2021 - 09:37

مزارشريف (پژواک ۲۰ وری، ۱۴۰۰): د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه پنځه نيمې مياشتې مخکې تښتول شوی ماشوم عبدالرووف لس کلن شو؛ خو لا هم د تښتوونکو په منګولو کې دی.
د عبدالرووف د کورنۍ غړو په ګډون د ترکمنانو د ټولنيزې شورا يو شمېر قومي مشرانو د بلخ ولايت مقام مخې ته په اعتراضيه غونډه کې وويل چې حکومت له دوی سره پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.
د دغه ماشوم پلار محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تښتوونکي له لوی زور او ځواک څخه برخمن دي چې ان د حکومت د رهبرانو نظر ته هم بدلون ورکولی شي.
هغه زياته کړه، حکومت په دغه قضيه کې يو شمېر کسان ونيول، خو دوی سره له مشورې پرته يې بېرته خوشې کړل.
د هغه په وينا، له ولسمشر او مرستيال امرالله صالح څخه نيولې د امنيتي ارګانونو تر مشرانو پورې ټولو له دوی سره پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.
د عبدالروف پلار وايي: ((يو شمېر کسان چې زما د زی د تښتونې په قضيه کې نيول شوي او اعتراف يې هم کړی دی، خو بيا هم حکومت خوشې کړي دي، زما په نظر تښتوونکي ډېر قوي دي چې حتی د ولسمشر او لومړي مرستيال نظر ته هم بدلون ورکولی شي)).
هغه زياته کړه، نور د حکومت په تمه نه کېني او د خپل زوی د برخليک معلومولو په خاطر د طالبانو رهبري او داعش ته هم مراجعه کوي.
د تښتول شوي عبدالرووف مور زهره هم وايي چې د زوی کاليزه يې په غم او اوښکو ونمانځله.
هغې پژواک سره خبرو کې وويل، حکومت يې د زوی په خلاصون کې هېڅ هم ونه کړل او دوی ته يې يواځې د دروغو وعدې ورکړې.
زهره وايي: ((موږ ته يوه خبره ډېره ښه په ډاګه شوه، دا حکومت چې په شپږو مياشتو کې يو ماشوم نه شي پيدا کولی؛ نو مملکت به څنګه اداره کړي؟ موږ نور د چارواکو په وعدو باور نه کوو)).
نوموړې له تښتوونکو غوښتنه کوي چې د روژې مبارکې مياشتې په احترام دې د دوی اولاد راخوشې کړي.
د افغانستان د ترکمنانو د ټولنيزې شورا مشر کمال ګونش پژواک ته وويل چې حکومت له دوی سره د مور او مېرې چلند کوي.
هغه د پوښتنې په ډول وويل چې ولې ټوله حکومتی دستګاه د يوه ماشوم په راخلاصولو کې ناکامه ده؟
ګونش وايي: ((د ملي امنيت رياست، امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت په څه شي اخته دي، چې يو ماشوم نه شي پيدا کولی، ايا موږ د دې هيواد نه يو او پر دې حکومت حق نه لرو؟ که چرته نه، نو راته ووایئ چې خپل غم خپله وخورو)).
نوموړی وايي، که ژر تر ژره دغه ماشوم راخلاص نه شي، نو دوی به يو ځل بيا پر لويو اعتراضي حرکتونو لاس پورې کړي.
تېره ورځ په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د وينا پر مهال حکومتي مسوولين وننګول چې د ماشوم په پيدا کولو کې پاتې راغلي دي.
هغه وويل، له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې د بلخ ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه درول شوې؛ خو لا هم د ماشوم برخليک نه دی څرګند شوی.
همدرد ويلي و، په دومره موده کې د تښتول شوي ماشوم نه پيدا کېدل د شرم خبره ده.
ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک سره ځانګړې مرکه کې وویل چې د عبدالرووف د تښتونې تر شا لوی لاسونه دي.
نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو وايي چې ځيني شکونه شته چې دغه قضيه سياسي شوې ده.
حديد وويل: ( ملي امنيت يو ځل راته وويل چې دوه ورځو کې به ماشوم راخوشې شي؛ خو له هغه وخته څه باندې يوه مياشت تېرېږي او ماشوم نه دی خوشې شوی)).
هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د ماشوم د خلاصولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ د سيمه ييزې ادارې نظر واخلو؛ خو بريالي نه شو.
تېره اونۍ د بلخ والي فرهاد عظيمي رسنيو ته ویلی و چې د عبدالرووف قضيه د بلخ له محدودې وېستل شوې ده.
هغه زياته کړې وه چې دغه موضوع د افغانستان د حکومت د رهبرۍ له خوا تعقیبيږي.
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت رييس ويلي و چې د عبدالرووف د تښتونې په قضيه کې داعش ډله لاس لري.
ملي امنيت په دې تړاو د څو تنو نيول شويو کسانو اعترافونه هم خپاره کړي وو.
د عبدالرووف پلار محمد نبي پژواک ته وويل چې په دغه قضيه کې يو شمېر ښکېل کسان د طالبانو له خوا هم نیول شوي چې په خپل جرم يې اعتراف هم کړی دی.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.