Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جوزجان کې د لسګونو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې

په جوزجان کې د لسګونو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
10 Apr 2021 - 19:01
په جوزجان کې د لسګونو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
10 Apr 2021 - 19:01

شبرغان (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۰): په جوزجان کې پنځوس عام المنفعه پروژې چې څه باندې لس زره کورنۍ ترېنه ګټه اخلي، په داسې حال کې پلې کیږي چې د دې سيمې ځيني وګړي د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او د څښلو پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.

دغه پروژې د شبرغان ښار په څلویښتو کلیو کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې له خوا پلې شوې دي.

په جوزجان ولایت کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یوه کارکوونکي د دغو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل: «په دغو پروژو کې د اوبو د بندونو جوړول، د سېلابونو پر وړاندې محافظتي دېوالونو جوړول، د څارویو لپاره د اوبو ذخیرې جوړول، د بزګرانو لپاره د ځمکو هوارول، د څلورڅلویښتو باغونو رغونه،  د څړځایونو رغونه او ساتنه، د کرنیزو اوبو کانالونو پراخوالی او د نباتاتو د کرنې او زينتي بوټو د کېښودلو له لارې د خاورې له ويجاړېدو څخه د مخنيوي پروژې شاملې دي.»

د سرچینې په خبره، له لس زرو څخه زياتې کورنۍ له دغو پروژو څخه برخمنې شوې دي او د کليو کابو پنځه زره کسان په دې پروژو کې په کار بوخت شوي دي.

ده زیاته کړه، دغه پروژې چې د اوبو د ابریزۍ مدیریت، د خطرونو کمولو او د اقلیم د تغیير په برخو کې پلي شوې دي، له پنځوس میلیونو افغانیو زيات لګښت پرې راغلی دی.

د دې کلیو او بانډو اوسېدونکي د ماشومانو د ملاتړ ادارې څخه د دغو عام المنفعه پروژو پلي کولو له امله مننه کوي، خو دوی وایي چې اوس هم دوی په خپلو سيمو کې د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي، د ښوونکو د کمښت او د سړک د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي.

د شبرغان ښار د کناره کلي یوه اوسېدونکي شیرین اغا پژواک ته وویل: «زموږ په کلي کې د اوبو کانال ترڅنګ یو محافظتي دېوال جوړ شوی چې لسګونه کورنۍ یې د سیلابونو راوتلو له خطر څخه ساتلې دي.»

ده زياته کړه: «زه په یاد لرم چې کله د کانال ترڅنګ محافظتي دېوال نه و، لسګونه موټر په ويالې کې لوېدل او ځينې کسان يې ژوبل کړي دي؛ خو الحمدلله اوس له دغې ستونزې خلاص شو، ولې د سړک نه لرلو، د ښوونکو کمښت او د ښوونځيو نشتوالي له ستونزو سره مخامخ يو.»

ده له اړوندو مسوولینو وغوښتل چی د خلکو غوښتنې ته ځواب ووایي او د هغوی مشکلات  حل کړي.

د یکه باغ یوه اوسېدونکي محمد عظیم غیرت وویل: «زموږ د کلي ښوونځی د ښوونکو له کمښت سره مخامخ دی چی موږ څو ځلې د پوهنې ریاست ته مراجعه کړې ده، خو تراوسه یی زموږ غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، زموږ د کلي د ښوونځي زده کوونکي د څوکيو د کمښت له امله پر ځمکو کېني او درس وايي.»

د جوزجان د والي مرستيال عبدالقادر مالیه پژواک ته وویل: «موږ د خلکو مشکلات په کلیو او بانډو کې راټول کړي او یوه په بل پسې ورته رسېدنه کوو.»

ده زیاته کړه، په شبرغان ښار کې امنیت تامین دی او د عام المنفعه پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابره ده.

نوموړي له هغو بنسټونو او موسساتو چې د عام المنفعه پروژو په عملي کولو بوخت دي، غوښتنه وکړه چې د خلکو ستونزې وارزوي او په اړه يې اړین او لازم اقدامات وکړي.

د ولایت مقام مرستیال د ماشومانو له ملاتړ ادارې څخه وغوښتل چی په دغو برخو کې خپل فعالیت ډېر کړی، ترڅو وکولی شي چې د شبرغان ښار او کلیو خلکو ته په بېلابېلو برخو کی لازمې اسانتياوې برابر کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.