کابل (پژواک، ٢١ وری ١٤٠٠): د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، په کابل ښار کې د داعش ډلې اصلي قوماندان غلام ناصر چې په الخراساني مشهور دی، نیول شوی دی.
د لومړي مرستیال دفتر په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، د امرالله صالح له خولې ویل شوي: ((الخراساني په کابل ښار کې په لسګونو تروریستي او تخریبي بریدونو کې اصلي رول درلود چې پر تروریستي مواردو، وژنو او اختطاف سربېره په خپلو بدو فعالیتونو کې د لواطت ناوړه عمل هم لري.))
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي پر نورو جنایتونو سربېره د کابل له لوېدیځ څخه ۱۴ کلن هلک اختطاف کړی و، د بغلان ولایت تاله او برفک ولسوالۍ ته له لېږدولو وروسته یې لومړی شکنجه کړی، ورپسې یې ورسره د لواطت له بد عمل وروسته وژلی دی.
خبرپاڼه کاږي: ((د الخرساني په څېر نور هم د درواغجنو شعارونو په اصطلاح اسلامي خلافت ادعا کوي، خو په حقیقت کې له جنایت او د خپل حیواني شهوت له پوره کولو پرته د بل څه فکر نه کوي. دا د جنایتکاره تروریستانو له لسګونو کړنو څخه یوازې یوه بېلګه ده.))
د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې نوموړي له خپل عمل وروسته ځکه د څه مودې لپاره ځان پټ کړی و، پټ او په غلا تګ راتګ یې درلود چې د ملي امنیت د زړورو ځواکونو له خوا د کابل ښار په ۸ ناحیه کې ونیول شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP