ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره د ترکيې پر ناسته خبرې وکړې

خليلزاد له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره د ترکيې پر ناسته خبرې وکړې

author avatar
10 Apr 2021 - 14:45
خليلزاد له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره د ترکيې پر ناسته خبرې وکړې
author avatar
10 Apr 2021 - 14:45

کابل (پژواک، ٢١ ورى ١٤٠٠): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له رييس ډاکتر عبدالله سره د سولې پر وروستيو پرمختګونو او د ترکيې ناستې په اړه خبرې وکړې.

له ارګه د وري په ٢١مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد نن له غرمې مخکې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې بهیر پر پرمختګونو او په ترکيه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره پر چمتووالي خبرې وکړې.

بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا دفتر هم وايي چې زلمي خليلزاد نن سهار له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د سولې پر هڅو او ترکيې ناستې په اړه خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د ملي روغې عالي جوړې شورا مرستيالانو او د رهبرۍ ځينو غړو یې هم شتون درلود.

ويل کېږي چې په تېره يوه اوونۍ کې دا دويم ځل دى چې زلمى خليلزاد کابل ته سفر کوي.

سرچينې وايي چې تېره اوونۍ نوموړي کابل ته د پټ سفر پر مهال له ولسمشر، عبدالله او استاد سياف سره ليدلي وو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، زلمي خليلزاد له ولسمشر غني غوښتي چې د ترکيې ناستې ته پياوړى او لوړپوړى ټېم ولېږي، خو ولسمشر ورته په ډاګه کړې چې که د طالبانو د قطر دفتر پلاوى ځي، نو دوى به هم ورته پلاوى ولېږي.

زلمى خليلزاد دا سفر په داسې حال کې کړى چې د افغانستان اسلامي جمهوريت ټېم د ترکيې ناستې لپاره د سولې طرحو پر توحيد کار پيل کړى دى.

ټاکل شوې ده د افغانستان سولې په تړاو د ترکيې په استانبول ښار کې د افغان حکومت، سياسيونو او  طالب استازو ترمنځ ناسته په روانه مياشت کې ترسره شي.

ځينې سرچينې وايي چې دا ناسته به د اپرېل په ١٦مه خو ځيني نور بيا وايي چې ښايي د اپرېل په ٢٥مه ترسره شي، خو تر اوسه يې کره  رسمي نېټه نه ده په ډاګه شوې.

بلخوا ځينو سرچينو د طالبانو له خولې خبر ورکړى چې هغوى اوس هم د ترکيې په اړه په سلا مشورو بوخت دي او کېداى شي دا سلا مشورې يوه اوونۍ نور هم وغځېږي.

که چېرې طالبان ژر اماده نه شي، نو فکر نه کېږي چې د ترکيې ناسته د اپرېل په ١٦مه ترسره شي.

ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله او يو شمېر سياسيونو د ترکيې ناستې په تړاو د سولې طرحې جوړې کړې دي او د ملي روغې جوړې شورا له تېرو څو  ورځو راهيسې د دې طرحو پر توحيد کار کړى او د تېرې پنجشنبې په ورځ يې کار پاى ته رسېدلى دى.

سرچينې وايي چې د جمهوريت په استازيتوب به د افغانستان حکومت واحده طرحه د ترکيې ناستې ته وړاندې کړي، خو ځيني سياسيون بيا وايي چې د حکومت اپوزېسيون هم خپله طرحه جلا وړاندې کوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند فريدون خوځون پژواک اژانس ته وويل چې د طرحې او مسودې د توحید کمېټې د استانبول په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د طرحې د جزئیاتو په اړه نن يو ځل بيا خپل وروستی کار وکړ.

هغه زیاته کړه، د ملي روغې جوړې عالي شورا به په راتلونکو ورځو کې د ټاکل شوي پلاوي طرحه وڅېړي او وروستۍ کړي.

Views: 90

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.