کابل (پژواک، ٢١ ورى ١٤٠٠): د برېتانيا د ملکې اليزابيټ خاوند شهزاده فليپ د ور پېښې ناروغۍ له امله د ٩٩ کلونو په عمر مړ شو.
د برېتانيا د ملکې دفتر بکينګهم ماڼۍ پرون د هغه د مړينې خبر ورکړ چې په ټوله نړۍ کې لکه ځنګله کې د اور په څېر خپور شو.
بکينګهم ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «په ډېر خپګان سره ملکه اليزابيټ د خپل مېړه شهزاده فليپ د مرګ خبر خپروي.»
سرچينې زياته کړې چې شهزاده فلیپ د جمعې ورځې په سهار مړ شوی او د هغه د تدفین او تجهیز مراسمو په اړه نور معلومات وروسته خپرېږي.
شهزاده فلیپ ۹۹ کلن و چې مړ شو.
شهزاده فلیپ په ۱۹۴۷ کې له ملکې الیزابیټ سره واده وکړ او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د سلطنت په عصري کولو کې مهم رول ولوباوه.
ولسمشر اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر نورو افغان چارواکو او سياسيونو د شهزاده فليپ پر مړينې غمشريکي کړې ده.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن