Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي کې د اذان پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ٢١ ورى ١٤٠٠) : په سعودي عربستان کې د سهار لمانځه اذان پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.

سعودي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه پرون (د جمعې ورځ) د تبوک ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د تبوک ښار د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي چې د يادې سيمې يوه اوسېدونکي د يوه ځايي جومات له مؤذن سره د سهار لمانځه د اذان پر سر شخړه کړې وه.

د سرچينې په وينا، مقتدي يا لمونځ کوونکي غوښتل چې د سهار اذان وکړي، خو مؤذن ويلي وو چې دا مسوولیت د ده دی او اذان هم باید خپله وکړي.

د پوليسو وياند ويلي چې د دې لفظي شخړې پر مهال درېيم کس پر موذن او مقتدي دواړو د چاقو ګوزارونه کړي او وژلي یې دي.

سرچينې زياته کړې چې قاتل نيول شوى او پلټنې ترې پيل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.