کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې وسله والو پر څلورو بلوڅانو ډزې کړې او هغوی یې وژلي خو د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال بریدګر هم وژل شوي دي.
په دې پېښه کې دوه سرتېري او ۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د دې ولسوالۍ د وېش بازار ساحه کې رامنځته شوې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دوو وسله والو پر څلورو بلوڅانو ډزې وکړې او ځای پر ځای یې ووژل.
سرچینې زیاتوي، وروسته امنیتي ځواکونو ژر اقدام وکړ او په ځوابي ډزو کې یې دواړه بریدګر ووژل.
د سرچینې په خبره، په دې ترڅ کې دوه امنیتي سرتېري او ۶ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
سرچینې دا هم وویل، ښايي په ټپي شوو شپږو کسانو کې بریدګر هم شامل وي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
بلخوا داسې خبرونه دي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله والو یوه نفوذي کس د یوې امنیتي پوستې پنځه سرتېري وژلي دي.
خو د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي جمعه ګال اسحاقزی دا خبر ردوي او وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې هیڅ جګړه نه ده شوې او وسله وال له ډېرو سیمو پر شا شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوه بل خبر له مخې، د ارغنداب ولسوالۍ د ژوندو هدیرې په سیمه کې پر ملکي وګړو ماین چاودنه شوې چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره ورځ مازدیګر رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، دا ماشومان له خپلې مور سره پلي روان وو چې د وسله والو له خوا پرې خښ شوي ماین چاودنه کړې ده.
دی وايي، د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي ده.
که څه هم ارغنداب ولسوالي له وسله والو پاکه شوې خو چارواکي وايي، وسله والو په لارو، کوڅو او کلو کې په زرګونه ماینونه ځای پر ځای کړي چې دوی یې د شنډولو هڅه کوي څو د سیمو خوندیتوب یقیني کړي او بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په کې سختې جګړې روانې دي.
په ارغنداب کې لومړی ځل جګړې یوه میاشت وخت ونیو چې دغه ولسوالي له وسله والو پاکه اعلان شوه خو دویم ځل وسله والو بیا پر دې ولسوالۍ برید وکړ او دا ځل جګړې څه باندې څلور میاشتې وخت ونیو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP